ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې لسګونه میله وسلې او مهمات ترلاسه شوي

کونړ کې لسګونه میله وسلې او مهمات ترلاسه شوي

author avatar
3 Jul 2022 - 15:29
کونړ کې لسګونه میله وسلې او مهمات ترلاسه شوي
author avatar
3 Jul 2022 - 15:29

اسعداباد (پژواک، ١٢ چنګاښ ۱۴۰۱): د کونړ امنيه قومانداني وايي، په شلتن ولسوالۍ کې لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې دي.

د کونړ امنيه قوماندان مولوي عبدالحق حقاني د چنګاښ په ١٢مه، يوې خبرې غونډې ته وويل چې په شلتن ولسوالۍ کې د وسلو يوه زېرمه ترلاسه شوې ده.

هغه وايي، له دغې زېرمې څخه، پنځه ام ١٦ ټوپکې، ۴ میله پیکا، ۱۱  کلاشينکوفونه، ۴ راکټونه، ۳ د پیکا میلونه، ۸ د هاوان مرمۍ، ۱۰ مخابرې، ۱۰ لاسي بمونه، یو د شپې پوځي دوربین، يو ميل درازکوف او ٦٠زره مرمۍ ترلاسه شوې دي.

ده وويل چې دغه وسلې د مخکني نظام د سقوط پر مهال چور او غلا شوې وې او پلان و چې پاکستان ته يې قاچاق کړي؛ خو مخه يې ونيول شوه.

دا لومړى ځل نه دى چې په کونړ کې وسلې ترلاسه کېږي، تر دې وړاندې هم د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې وسلې او پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.

Views: 88

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.