ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

استخبارات: اندراب کې یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي

استخبارات: اندراب کې یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي

author avatar
5 Jul 2022 - 11:39
استخبارات: اندراب کې یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي
author avatar
5 Jul 2022 - 11:39

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د استخباراتو رياست وايي چې د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملیاتو په پايله کې يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

د استخباراتو لوی رياست پر خپل ټويټر ليکلي چې په ترلاسه شوو وسلو کې یوه پایه اېس‌پي‌جي ٩، دوه راکټونه، درې کلاشينکوف، یو اېم فور، یوه پیکا او ګڼ نور پوځي توکي شامل دي.

سرچينه زياتوي، دغه وسلې او مهمات د بغلان د استخباراتو ریاست منسوبينو د دغه ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د يو لړ چاڼيزو عملیاتو په پايله کې ترلاسه کړي دي.

یاد رياست د نيول شوو توکو ويډيو هم خپره کړې چې په ډېر شمېر وسلې او مهمات په کې ليدل کېږي.

خو په ټویټ کې نه دي ویل چې په دې تړاو کسان هم نیول شوي او کنه.

Views: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.