ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا زلزله‌ځپلو سيمو کې د زده‌کړو ټکنی بهير؛ ۶۶ ښوونیز مرکزونه نړېدلي

د پکتيکا زلزله‌ځپلو سيمو کې د زده‌کړو ټکنی بهير؛ ۶۶ ښوونیز مرکزونه نړېدلي

author avatar
8 Jul 2022 - 08:46
د پکتيکا زلزله‌ځپلو سيمو کې د زده‌کړو ټکنی بهير؛ ۶۶ ښوونیز مرکزونه نړېدلي
author avatar
8 Jul 2022 - 08:46

ښرنه (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتيکا د پوهنې رياست وايي، د دغه ولايت په ګيان، برمل، نکه او زېړوک ولسواليو کې د زلزلې له کبله ۶۶ تعليمي مرکزونه نړېدلي چې د زده‌کړو بهير یې ټکنی کړی دی.

د پوهنې رییس مولوي ميرزا علي خان سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل، د پکتيکا په ګيان او برمل ولسواليو کې د زلزلې له امله د ۶۶ ښوونیزو مرکزونو د ودانیو نړېدو ترڅنګ د پوهنې ریاست اړوند ۷۶ زده کوونکي- چې ۵۵ یې نارينه او ۲۱ یې ښځينه دي- مړه شوي او ۱۴۹ زده کوونکي- چې ۱۱۸ یې نارينه او ۳۱ یې ښځينه دي- ژوبل شوي دي.

هغه زیاتوي، په یادو دوو ولسواليو کې د زلزلې له کبله د پوهنې رياست اړوند یوه ښوونکې مړه او ۱۰ ښوونکي ټپيان شوي دي.

دی وايي، په نکه او زېړوک ولسواليو کې د زلزلې له کبله يوازې د تعليمي مرکزونو ودانۍ نړېدلې، د زده کوونکو او ښوونکو له جملې په کې څوک مړه یا ژوبل شوي نه دي.

سعید وویل: «له زلزله ځپلو سيمو څخه په ګيان ولسوالي کې د زده کړو جریان ته امکانات برابر نه وو، استاد هم په وېره کې و، شاګرد هم په وېره کې و، له وزارت سره په همغږي مو د لنډې مودې لپاره هلته د زده‌کړو بهير ځنډولی خو په برمل، نکه او زېړوک ولسواليو کې د زده‌کړو بهير روان دی او امتحانونه شروع دي.»

خو د زلزله‌ځپلو سيمو اوسېدونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې دغلته ویجاړ شوي ښوونځي ژر جوړ او د زده‌کړو بهیر بيرته پیل کړي.

د برمل ولسوالۍ یوه زده‌کوونکي احمدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې د زلزلې له امله یې ښوونځی نړېدلی، د ونو تر سيوري لاندې زده‌کړې کوي.

هغه زیاته کړه، که په زلزله‌ځپلو سيمو کې د زده کوونکو د تعليمي بهير د منظم کېدو غم ژر ونه خوړل شي نو دوی به له لوی زيان سره مخ شي او له زده‌کړو به محروم شي.

د زلزله‌ځپلو ولسواليو زده‌کوونکي د کتابونو او قرطاسيې له کمښته هم سر ټکوي او له چارواکو د دې ستونزې حل غواړي.

د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي د زده‌کوونکو يادې ستونزې منې او وايي، ژر به د ټولو ستونزو د حلولو په موخه ګامونه واخلي.

د پوهنې رییس مولوي ميرزا علي‌خان سعيد وايي، د زلزلې له کبله د ویجاړ شوو ښوونځیو د په نښه کولو او له نږدې د زده‌کوونکو د ستونزو اورېدو په موخه یې ګيان، برمل، نکه او زېړوک ولسوالیو ته د پوهنې رياست مسلکي ټيمونه لېږلي دي.

دی زیاتوي، له دقيقې سروې وروسته به ژر په دې اړه اقدام وکړي.

هغه وویل: «په سلو کې ۹۵ فيصده تعليمي ادارې تخريب شوې دي چې موږ د انجينري، املاکو، تعليمات اسلامي له لوري دوه ځله خپل ټيم لېږلی او دا غږ او راپور مو تر وزارته رسولی او هم مو موسساتو او خيريه بنسټونو ته ويلي څو په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»

دی وايي، د زلزلې له کبله په ورانو شوو ۶۶ ودانيو کې د تعليم او تربيې، عمومي تعليماتو، اسلامي تعليماتو او ښوونځیو ودانۍ شاملې دي.

د پکتيکا په ۲۴ ولسواليو کې د پوهنې رياست اړوند په ۴۰۵ ښوونځیو کې ۱۵۰۳۶۴ زده‌کوونکي زده‌کړې کوي چې ۱۲۵۹۳۴ تنه نارينه او ۲۴۴۳۰ تنه یې ښځينه دي.

د روانې چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه د شپې شاوخوا يوه نيمه بجه پکتيکا، خوست، پکتيا، لوګر، غزني، کابل او ځیني نور ولايتونه زلزلې ولړزول چې ډېر مالي او ځاني زيان یې د پکتيکا په ګيان او برمل ولسوالیو کې اړولی او د دغو دوو ولسواليو شاوخوا ۳۳ کلي یې ویجاړ کړل.

د زلزلې له امله یوازې د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

Views: 114

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.