کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د هېواد د استخباراتو لوی ریاست وايي، کابل کې يې د کشفي عملیاتو په پایله کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
د استخباراتو لوی رياست پر خپل ټويټر ليکلي چې منسوبینو يې په کابل کې د یو لړ کشفي معلوماتو پر اساس د کابل ښار د اوولسمې حوزې اړوند «سر کوتل» سیمه کې ګڼ شمېر هغه وسلې او مهمات چې په ناقانونه ډول ساتل کېدل، کشف او ترلاسه کړي دي.
سرچینه زياتوي، په نيول شويو وسلو کې ۱۶ میله کلاشینکوفونه، ۶ میل ثقیله، دوې قبضې راکټ، يو ميل M4، ۲۹ شاجورونه او زرګونه فیر مرمۍ شاملې دي.
Views: 534
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن