کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د مالیزیا یوه پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره ښکېلتيا ته دوام ورکوي او له افغانانو سره همکارۍ دوامداره ساتي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي تېره ورځ د مالیزیا هېواد له لوري د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزير ځانګړي سلاکار داتو احمد اعظم عبدالرحمن او د جنوبي او مرکزي اسیا مرستیال سکرتر محمداظهر مزلان او مل لوړپوړي پلاوي سره وکتل.
سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په دغه ناسته کې پر سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو، بانکي سکټور، د زدهکړو بهير او دوه اړخيزو همکاریو خبرې وشوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، متقي ویلي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصت رامنځته شوی دی.
ده له مالیزیایي پلاوي غوښتي چې د اسلامي بانکدارۍ ترڅنګ له افغانانو سره د تعليمي بورسونو او ظرفیت لوړونې په برخو کې همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، مالیزیايي پلاوي ویلي چې له افغان حکومت سره به ښکېلتيا ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې غوښتنو ته یې رسېدنه وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، مالیزیایي پلاوي زیاته کړې، هڅه کوي چې پرمختګونه رامنځته کړي او له افغانانو سره همکارۍ دوامداره وساتي.
Views: 82
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن