کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د بښنې نړیوال سازمان په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت د اعلان، د والي واکمنۍ د نافذېدو او د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، بېړني اقدامات باید د بشري حقونو د ځپلو، د مخالفو غږونو د چوپولو او د واک د متمرکزولو لپاره ونه کارول شي.
د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا مرستیال مشر بابو رام پنت ویلي، په خیبرپښتونخوا کې د مهمو سیاسي مشرانو، د ایالتي اعلی وزیر په ګډون، د خپلسرو نیونو راپورونه او د انټرنېټ ګډوډۍ د دغو بېړنیو اقداماتو د تناسب په اړه اندېښنې راولاړوي.
هغه ویلي، دولتونه یوازې په خورا محدودو شرایطو کې او هغه مهال چې د هېواد بقا ته ګواښ وي، کولای شي د بشري حقونو ځینې مکلفیتونه لنډمهاله محدود کړي؛ خو په وینا یې، بېړني اقدامات د بشري حقونو د ځپلو، د مخالفو غږونو د چوپولو او د واک د متمرکزولو لپاره «خلاص چک» نه شي کېدای.
پنت زیاته کړې، د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو د «ترهګرۍ ضد» عملیاتو پر مهال د جبري ورکېدو او له محکمې بهر وژنو د پخوانیو راپورونو له امله، په خیبرپښتونخوا کې د پوځ ځای پر ځای کېدل د سیمې پوځي کېدل نور هم زیاتوي او ښايي د ځواک د ناقانونه کارونې لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې پوځي پرسونل د عادي پولیسو د دندو لپاره ونه کاروي او ډاډ ترلاسه کړي چې پوځ حسابورکوونکی پاتې شي او د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو او معیارونو سره سم عمل وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان دغه راز له فدرالي چارواکو غوښتي چې د بېړني حالت تر چوکاټ لاندې پر ټولو اقداماتو خپلواکه څارنه یقیني کړي او هر اقدام دې یوازې هغه مهال وشي چې د وضعیت له مخې په کلکه اړین او متناسب وي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اکټوبر په ۱۱مه په خیبرپښتونخوا کې بېړنی حالت او د والي واکمني منظور کړل. د دې پرېکړې له مخې، د ایالتي اسمبلۍ واکونه فدرالي پارلمان ته انتقال شوي او اعلی وزیر، ایالتي وزیران، سلاکاران، ځانګړي مرستیالان او اډوکېټ جنرل له خپلو دندو لېرې شوي دي.