جلالاباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي، د يخ د تولید فابريکو له لوري په خپلسرې توګه د يخ نرخ لوړ شوی چې ښاروالي یې بايد کنټرول کړي.
بلخوا د جلالاباد ښاروالي وايي، د يخ هغه فابريکې يې تړلې دي چې په خپلسري توګه يې نرخونه لوړ کړي وو.
د ښاروالۍ مسوولین وایي، يادو فابریکو ته د یوې کُندې یخ بیه ۴۰ افغانۍ ورکړل شوې خو ښاريان بيا وايي چې فابريکه لرونکي کُنده يخ په ٧٠ افغانيو پلوري او خلک يې د پېرلو توان نه لري.
د جلالاباد ښار یوه اوسېدونکي عابد خان پژواک اژانس ته وویل، په تېرو څو ورځو کې د یخ د یوې کُندې بیه له ۴٠ څخه تر ٧٠ افغانیو لوړه شوې چې ډېر خلک یې د پېرلو توان نه لري.
هغه وایي، له یوه لوري سخته ګرمي او بل لور ته د یخ فابریکو مسوولینو له خوا د نرخونو لوړول عام خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د جلالاباد يو بل اوسېدونکی سيد رحيم پر جلالاباد ښاروالۍ غږ کوي چې د يخ نرخونه کنټرول کړي او فابريکه لرونکو ته اجازه ورنه کړي چې په خپلسري توګه د يخ نرخونه لوړ کړي.
خو فابريکه لرونکي بیا د برېښنا پرچاوي او د تېلو د بيو لوړوالی هغه څه يادوي چې له امله يې دوی د يخ بیې لوړې کړې دي.
په جلالاباد ښار کې د یخ د یوې فابریکې منشي نجیبالله وایي، د برېښنا پرچاوي او د تېلو لوړې بیې د دې لامل شوي چې د یخ پر تولید لګښت ډېر راشي او دوی اړ دي چې بیې يې هم لوړې کړي.
هغه زياته کړه: «په جلالاباد ښار کې له لوی اختر وړاندې د ښاروالۍ له لوري د یخ فابریکو ته د یوې کندې نرخ ۶۰ افغانۍ ورکړل شوې، خو له اختر وروسته ورته د یوې کندې نرخ ۳۵ افغانۍ ورکړل شوی چې په دې بیه موږ ته مزدوري نه پاتې کېږي؛ ځکه یوه کنده یخ موږ ته په ۴۵ افغانۍ تمامېږي.»
خو د جلالاباد ښاروالۍ ویاند بختيجان مراد پژواک اژانس ته وويل، يو شمېر د يخ فابريکې له دې امله تړل شوې دي چې په خپلسري توګه يې نرخونه لوړ کړي وو.
هغه زياتوي: «تر هغې چې د یخ فابریکو مسوولین د نرخنامې د تطبيق ژمنه ونه کړي، تړل شوې فابريکې نه پرانېستل کېږي او که نوره سرغړونه وکړي د هغوی فابريکې به هم وتړل شي.»
د یادونې ده چې دا مهال په جلالاباد ښار کې لسګونه د یخ د تولید فابریکې فعالیت کوي.
Views: 93
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن