ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د افغانستان زلزله‌ځپلو ته دوه زره کورونه جوړوو

ملګري ملتونه: د افغانستان زلزله‌ځپلو ته دوه زره کورونه جوړوو

author avatar
22 Jul 2022 - 23:35
ملګري ملتونه: د افغانستان زلزله‌ځپلو ته دوه زره کورونه جوړوو
author avatar
22 Jul 2022 - 23:35

خوست ښار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د خوست او پکتيکا ولايتونو زلزله‌ځپلو لپاره د دوه زره کورونو جوړولو ژمنه کړې ده.

د خوست ځایي چارواکي وایي، په افغانستان کې د یوناما د دفتر سرپرست مشر او سیاسي مرستیال مارکس پوتزل دغه ژمنه خوست ولایت ته د سفر پر مهال له مسوولینو او خلکو سره په لیدنه کې کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، یاده ليدنه چې نن د (چنګاښ ۳۱مه) غرمه مهال د خوست په ملکي هوايي ډګر کې ترسره شوه، د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، د خوست ځایي چارواکو، ځینو قومي او د خوست او پکتيکا ولايتونو د زلزله‌ځپلو کورنیو مشرانو هم برخه په کې درلوده.

\https://twitter.com/UNAMAnews/status/1550482470788743169?s=20&t=SYXrR-msdvLF4KKp2M2ZTg

د یوناما سرپرست او سياسي مرستيال مارکس پوتزل په دې ليدنه کې د خوست او پکتيکا ولايتونو له زلزله ځپلو سره خپله غم شريکي څرګنده کړه او ويې ويل چې د افغانستان له حکومتي چارواکو سره په همغږۍ به له دغو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړې، په افغانستان کې د يوناما او په ټوله کې د ملګري ملتونه يوه مهمه دنده اړمنو خلکو ته د بشري مرستو رسول دي او دوی به تر خپله وسه په دې برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.

په دې ليدنه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز علي اکبروف چې څو ځلې یې له زلزله ځپلو سيمو لیدنه هم کړې، وويل، ملګري ملتونه پلان لري چې د ژمي له راتلو وړاندې چې صرف درې مياشتې ورته پاتې دي، دوه زره او يا له هغو ډېرو کورنيو ته له سره کورونه جوړ او د هغوی په واک کې ورکړي.

خو اکبروف وایي، دا چې په سیمه کې سړکونه نشته، نو دا کار به له ستونزو سره مخ شي.

نوموړي زياته کړه، د سړک موضوع ډېره حساسه ده او دوی هڅه کوي چې د خارجي ډونرانو په مرسته په يادو سيمو کې سړکونه جوړ کړي، څو د ژمي له راتلو وړاندې د هغو خلکو کورونه چې په زلزله کې ويجاړ شوي، بېرته ورغوي.

بلخوا د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له سياسي مرستيال او د هغوی له همکارانو سره په ليدنه کې وويل، مخکې له دې چې کورونه او يا نور پرمختيايي کارونه ترسره شي، يو ځل دې بهرني متخصصين د زلزلې سيمه له نږدې وګوري.

نوموړي وويل تر هغو چې بهرني متخصصين سيمه له نږدې او د کورونو د بيا ځل ړنګېدو احتمال نه وي ختم شوی، نو ملګري ملتونه او نور نړۍوالې مرستندی بنسټونه دې په لنډمهال ډول د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه په برابرولو کې همکاري وکړي، څو هغوی د ژمي په راتګ سره له مشکلاتو سره مخ نه شي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني همدا ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له سياسي مرستيال غوښتنه وکړه چې په خوست او ګاونډيو ولايتونو کې په څارويو کې د راپيدا شوې ناروغۍ چې له کبله يې زرګونه څاروي مړه شول، په تشخيص او له منځه وړو کې همکاري وکړي.

د یادونې ده، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې زلزلې له لامله شاوخوا څلور زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه کورونه زیامن شوي دي.

دغه راز څو ورځې مخکې یو ځل بیا  د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې پرله پسې څو ځلې زلزله وشوه چې له امله یې تر ۳۰ کسانو پورې ټپیان شول او یو شمېر کورونه یې ړنګ کړل.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.