ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان له مرکز ترینکوټ ښاره سلګونه سوالګر ټول شوي

د اروزګان له مرکز ترینکوټ ښاره سلګونه سوالګر ټول شوي

author avatar
24 Jul 2022 - 16:24
د اروزګان له مرکز ترینکوټ ښاره سلګونه سوالګر ټول شوي
author avatar
24 Jul 2022 - 16:24

ترينکوټ (پژواک، ٢ زمرى ١٤٠١): د اروزګان حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت له مرکز ترينکوټ ښاره يې سلګونه سوالګر ټول کړي او له هغوی سره د مرستو کولو په موخه يې مرستندويه ادارو ته وريېژندلي دي.

د اروزګان د کار او ټولنیزو چارو رييس حافظ ګل اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ترينکوټ ښار له بېلابېلو برخو يې ٣١٠ سوالګر راټول کړي دي.

هغه وايي چې د دوى د سروې له مخې، په يادو سوالګرو کې ٩٧ يې د مجبوريت له مخې او پاتې نورو يې د يوه کسب په توګه د خيرات غوښتنه کوله.

هغه وويل چې ياد ٩٧ اړمن کسان يې د کندهار د کډوالو ادارې (KRO) ته معرفي کړي څو مرستې ورسره وکړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پاتې ٢١٣ سودالګر يې پر څو ګروپونو وېشلي؛ هغه کسان يې چې معتاد دي، د درملنې لپاره یې روغتيايي مرکزونو ته معرفي کوي او له هغو کسانو سره چې د کورنۍ سرپرستان نه لري، مرستې ترسره کېږي.

د حافظ ګل په وينا، په يادو سوالګرو کې ښځې او ماشومان هم شته او د هغو د ټولولو دغه لړۍ به ولسواليو ته هم وغځول شي.

نوموړي له سودالګرو غوښتنه وکړه چې بيا ځلي سوال کولو ته مخه نه کړي او پر هغو مرستو قناعت وکړي چې ورسره کېږي.

دغه راز د کندهار د کډوالۍ ادارې يوه استازي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې د اروزګان د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري دوى ته د څه کم سلو کسانو نومونه ورکړل شوي څو مرسته ورسره وشي.

د هغه په وينا، د دوی اداره د اړمنو کورنیو لپاره د اوږدمهال لپاره خوراکي او او نورې بشري مرستې وېشي.

په ورته وخت کې زرمینه چې په ترینکوټ ښار کې د سړک پر سر سوال کوي پژواک ته وويل، که مرستې ورسره وشي نور به کله هم سوال کولو ته مخه نه کړي.

د يادونې ده، له دې مخکې په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم خلکو د سوالګرو له ډېرېدو شکايتونه کړي وو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.