ژبه

روسیه: امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۵): د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، امریکا او متحدین یې باید له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي او ټینګار یې کړی چې له کابل سره د همکاریو پراختیا او د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو سازمان د تماس ډلې د فعالیت بیا پیل، د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي.

د ټاس د راپور له مخې، شویګو دغه څرګندونې د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) د غړو هېوادونو د اړوندو ادارو د منشیانو په ۲۱مه غونډه کې کړې دي.

هغه ویلي، امریکا او متحدین یې باید په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور بشپړ مسوولیت ومني او د دغه هېواد له جګړې وروسته بیارغونې ډېره برخه پر غاړه واخلي.

هغه زیاته کړې: «موږ افغانستان ته د درېیمو هېوادونو د پوځي زېربناوو بېرته ستنېدل او یا هم په ګاونډیو هېوادونو کې د نوو پوځي تاسیساتو جوړېدل د منلو وړ نه بولو.»

د روسیې د امنیت شورا منشي دغه‌راز ویلي چې مسکو د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی او له افغان حکومت سره یې عملي او واقعبینانه خبرې اترې پیل کړې دي.

د هغه په خبره، روسیه له کابل سره په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او بشري برخو کې د هر اړخیزو همکاریو د پراختیا په حال کې ده.

شویګو ټینګار کړی چې له کابل سره همکاري د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده او اړتیا ده چې د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو سازمان د تماس ډلې فعالیتونه بېرته پیل او د «مسکو فارمټ» په ګډون د سیمه‌ییزو نوښتونو په چوکاټ کې همکارۍ پراخې شي.