هېواد کې د څه باندې ۳۱ زره حرفوي کسانو په ګډون ۶۲ زره سوالګر ټول او ثبت شوي
د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت وايي، په ټول هېواد کې تر دې مهاله ۶۲ زره ۱۹۳ سوالګر ټول شوي چې ۳۱ زره ۱۲۶ يې حرفوي پېژندل شوي دي.
د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت وايي، په ټول هېواد کې تر دې مهاله ۶۲ زره ۱۹۳ سوالګر ټول شوي چې ۳۱ زره ۱۲۶ يې حرفوي پېژندل شوي دي.
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په تورخم ښارګوټي کې ۲۰۰ سوالګر راټول شوي دي.
د لښکرګاه ښار یو شمېر اوسېدونکي او هټۍوال وایي، په ښار کې د سوالګرو ښځو او ماشومان شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې له کابل ښاره دې سوالګر په بشپړ ډول ټول شي او له ارزونې وروسته دې بېسرپرسته مستحقو سوالګرو ته نغدي او د خوراکي توکو دوامداره مرستې ورکړل شي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د سوالګرو ټولولو کمپاین پیل شوی دی. د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، له…
د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، ۳۵۰ کسان چې ډېر یې د واټونو د سر کارګر ماشومان او ټول شوي سوالګر دي، په دغه ولایت کې د فني او حرفوي زدهکړو له دورې فارغ شول.
د اروزګان ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت له مرکز ترینکوټ څخه یې ۱۵۰ سوالګر ټول کړي چې ۷۴ يې حرفوي پېژندل شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د روان کال مرغومي میاشتې تر ۶ مې نیټې له کابل ښار څخه ۲۲ زره او ۱۲۵ سوالګر یې راټول کړي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د روان لمریز کال د لړم میاشتې تر ۱۹مې پورې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۱۷ زره او ۲۶۲سوالګر ټول کړي دي. د…
د سوالګرو ټولولو کمېټې په تېرو درېیو میاشتو کې له کابل ښاره ۱۴۳۹۳ سوالګر راټول کړي چې ۵۶ یې بېسرپرسته ماشومان، ۵۶۱۸ یې مستحق او ۸۷۱۹ نور یې حرفهیي سوالګر دي.
د سوالګرو راټولولو لړۍ له پیله تر اوسه، له کابل ښاره ۱۰۱۵۰ سوالګر راټول کړل شوي؛ له دې ډلې تر ۶۳ سلنه ډېر یې حرفهیي سوالګر دي چې د سوالګرو ټولولو کمېټې د پرېکړې له مخې، دغه کسان د سوال کولو حق نه لري او د دغه کار د بیا تکرار په صورت کې به مجازات شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې تر اوسه نږدې نهه زره سوالګر ټول کړي دي.
د سوالګرو د راټولولو کمېټې، له کابل ښار څخه ۳۹۵۳ سوالګر راټول کړي چې ۳۱ یې بېسرپرسته ماشومان، ۱۲۳۳ يې مستحق او ۲۶۸۹ يې حرفوي سوالګر دي او له اړو کسانو سره یې اړینې مرستې کېږي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه سوالګر زندان ته وړل کېږي چې د اړوندې کمېټې له خوا بایومټریک شوي وي او بیا ځلي په بازار کې د سوال کولو پر وخت ونیول شي.
د اروزګان حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت له مرکز ترينکوټ ښاره يې سلګونه سوالګر ټول کړي او له هغوی سره د مرستو کولو په موخه يې مرستندويه ادارو ته وريېژندلي دي.
د سرپرست حکومت د کابینې په غونډه کې اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې په کابل ښار کې د فقر او سوالګرو د زیاتوالي عوامل پیدا او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.