کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د روان لمریز کال د لړم میاشتې تر ۱۹مې پورې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۱۷ زره او ۲۶۲سوالګر ټول کړي دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن (د لړم ٢١مه) رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي: «د سوالګرو ټولولو کمېټې له لوري د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د لړم میاشتې تر ۱۹مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۱۷ زره ۲۶۲ سوالګر راټول شوي دي.»
دغه اداره وایي، د راټولو کړو سوالګرو له ډلې ۱۰۱۴۵ یې ښځینه دي چې له ارزونې وروسته ۳۹۰۸ مستحقې او ۶۲۳۷ نورې حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.
یادې ادارې دغهراز ويلي، په ټول شوو سوالګرو کې ۱۵۷۷ سړي دي چې له ارزونې وروسته ۵۶۲ یې مستحق ګڼل شوي او ۱۰۱۵ نور حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي.
همداراز یاده اداره زیاتوي، په راټولو کړو کسانو کې ۵۵۴۵ ماشومان دي چې له دې جملې ۲۲۳۰ یې مستحق، ۳۲۵۰ نور حرفوي او ۶۰ یې بېسرپرسته ماشومان دي.
سرچینې ویلي، بېسرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په روزنتون کې داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زدهکړو زمینه هم برابرېږي.
د سرچینې په خبره، له مستحقو سوالګرو سره بیا د «افغانستان اسلامي امارت» له لوري دوامداره نغدي مرسته کېږي.
د سوالګرو ټولولو بهیر د روان ۱۴۰۱ کال د زمري میاشتې په ۲۲مه، د «افغانستان اسلامي امارت» د مشرتابه د حکم پر بنسټ د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت له لوري د لومړي ځل لپاره په کابل کې پیل شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











