ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کابل ښاره تر اوسه نږدې ۴۰۰۰ سوالګر ټول شوي

له کابل ښاره تر اوسه نږدې ۴۰۰۰ سوالګر ټول شوي

author avatar
11 Sep 2022 - 11:52
له کابل ښاره تر اوسه نږدې ۴۰۰۰ سوالګر ټول شوي
author avatar
11 Sep 2022 - 11:52

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۱): د سوالګرو د راټولولو کمېټې، له کابل ښار څخه ۳۹۵۳ سوالګر راټول کړي چې ۳۱ یې بې‌سرپرسته ماشومان، ۱۲۳۳ يې مستحق او ۲۶۸۹ يې حرفوي سوالګر دي او له اړو کسانو سره یې اړینې مرستې کېږي.

په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو پروسه د روان کال د زمري میاشتې په ۲۲مه، پیل شوې او لا هم روانه ده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر نن (د وږي ۲۰مه) پر خپل ټويټر ليکلي چې د هر مستحق سوالګر د کورنۍ هر غړي ته د میاشتې دوه زره افغانۍ ورکول کېږي، هر نارینه سوالګر ته – چې د کار توان لري – د کار زمینه برابره شوې او بې‌سرپرسته سوالګرو ماشومانو ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت په روزنتون کې د اعاشې ترڅنګ د زده‌کړو زمینه هم برابره شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو راټولو شوو سوالګرو له ډلې ۲۷۷۴ یې ښځې دي او ارزونه ښیي چې ۸۱۱ یې مستحقې او ۱۹۶۳ نور یې حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال دفتر ليکي: «مستحقې سوالګرې تر بايوميټريک ورسته افغاني سرې مياشتې ټولنې ته ور پېژندل شوې او هلته د نغدو پيسو سربېره ورسره د نورو ارګانونو له لوري هم د مرستو لړۍ پيل شوې ده.»

یاد دفتر زیاتوي: «د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري راټولو شويو مستحقو سوالګرو ته د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري د نغدو پېسو د وېش لړۍ پيل شوې او د مستحق سوالګر د کورنۍ هر غړي ته په مياشت کې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.»

سرچينه زياتوي، د راټولو شوو سوالګرو له ډلې ۳۶۹ یې نارینه دي چې له ارزونې وروسته ۹۷ یې وړ او ۲۷۲ نور یې حرفوي سوالګر ثابت شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «هغه سوالګر نارینه چې د کار توان لري، د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري ورته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده.»

د سرچینې د څرګندونو له مخې، په راټولو شویو سوالګرو کې ۸۱۰ ماشومان هم شامل دي چې ۳۲۵ یې مستحق او ۴۵۴ نور یې حرفوي سوالګر دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د حرفوي سوالګرو ماشومانو د کورنيو له سرپرستانو تضمین اخيستل شوی چې بیا به يې ماشومان په ښار کې سوال نه کوي.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له يادې ډلې ۳۱ بې سرپرسته ماشومان پېژندل شوي چې د هویت تر ثبت او بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت روزنتون ته لېږل شوي او هلته پر اعاشې سربېره د زده‌کړو زمينه هم ورته برابره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د روانې وږي میاشتې په ۱۵مه ویلي و، هغه سوالګر زندان ته وړل کېږي چې د اړوندې کمېټې له خوا بایومټریک شوي وي او بیاځلې په بازار کې د سوال کولو پر وخت ونیول شي.

Views: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.