ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت: له کابل ښاره تر اوسه څه باندې ۲۰ زره سوالګر راټول شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت: له کابل ښاره تر اوسه څه باندې ۲۰ زره سوالګر راټول شوي

author avatar
28 Dec 2022 - 13:49
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت: له کابل ښاره تر اوسه څه باندې ۲۰ زره سوالګر راټول شوي
author avatar
28 Dec 2022 - 13:49

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د روان کال مرغومي میاشتې تر ۶ مې نیټې له کابل ښار څخه ۲۲ زره او ۱۲۵ سوالګر یې راټول کړي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن (چهارشنبه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د یاد شمېر سوالګرو په ډله کې ۲۵۴۵ یې نارینه دي چې ۸۹۹  یې مستحق او ۱۶۴۶ یې نور حرفوي پېژندل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د راټولو شوو سوالګرو له ډلې ۱۱۴۳۱ یې ښځینه دي چې ۴۸۳۹ یې مستحقې او ۶۵۹۲ نور یې حرفوي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت همداراز په ډاګه کړې چې د یادو سوالګرو په ډله کې ۸۱۴۹ ماشومان هم شته چې ۳۲۰۲ یې مستحق، ۴۸۸۳ یې حرفوي او ۶۴  یې بې سرپرسته دي.

سرچینې لیکلي: «بې سرپرسته ماشومان له بایومتریک طی مراحلو وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت په روزنتون کې داخلېږي او هلته ورته د اعاشې ترڅنګ، د زده‌کړې زمینه هم برابرېږي او له مستحقو سوالګرو سره د اسلامي امارت له خوا په دوامدار ډول نغدي مرسته هم کېږي.»

په خبرپاڼه کې د دغو مرستو د اندازې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده، په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو لړۍ د روان کال د زمري میاشتې په ۲۲مه پیل شوه.

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.