ژبه

کابل کې اووه «مسلکي سوالګر» له پیسو او د سرو زرو له لاکټونو سره نیول شوي

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې په کابل کې د پنځو ښځو په ګډون اووه «مسلکي سوالګر» له څه باندې ۶۷۶ زره افغانیو، د سرو زرو له درېیو لاکټونو او د موټر له اسنادو سره نیول شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه اووه مسلکي سوالګر د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو له ‌خوا د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه زیاته کړې چې دغو کسانو له ډېرې مودې راهیسې په مسلکي توګه سوالګري کوله او له همدې لارې به یې عواید ترلاسه کول.</p>

<p style="text-align: justify;">د سرچینې په خبره چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیس په دې برخه کې دوامداره هڅې کړې دي او په راتلونکي کې به هم د داسې کسانو د نيولو لپاره مبارزه کوي.</p>

ورته موضوع