اسعداباد (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځیانو او افغان پولهساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
دغه وسلهواله نښته تېر ورځ مازدیګر ناوخته د یادې ولسوالۍ د بینشۍ کنډو سیمه کې شوې ده.
ځايي خلک وايي، د دواړو لورو ترمنځ نښته له هغه وروسته وشوه چې پاکستاني لوري غوښتل د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري برخو کې نظامي تاسیسات جوړ کړي.
د دانګام ولسوالۍ د بېنشۍ کنډو سیمې یوه اوسېدونکي خطاب پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون مازدیګر پاکستاني ځواکونو غوښتل په بېنشۍ سیمه کې نظامي تاسیسات جوړ کړي، افغان پولهساتو ځواکونو یې مخه نیولې، وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه، له دواړو لورو د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادله کېدې چې څلور ساعته یې دوام درلود.»
login or register a new account.