Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې ۲زره ماشومان پر اسهال اخته شوي

تالقان (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د تخار د روغتیا مسوولین وایي، په وروستۍ یوې اوونۍ کې د دغه ولایت په اشکمش او بنګي ولسوالیو کې د اسهال پر ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېږي.

د تخارد عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقهار احمدي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، په اشکمش او بنګي ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو د نشتون له امله پر اسهال د اخته ماشومانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.

هغه وايي چې د عامې روغتیا ریاست ګرځنده ټيمونه په یادو دوو ولسوالیو کې د دغې ناروغۍ د درملنې او مخنیوي په هڅو کې دي.

احمدي زیاتوي، ارزونې ښیي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې په یادو دوو ولسوالیو کې ۲زره ماشومان د اسهال پر ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا د رییس په خبره، د یادو دوو ولسوالیو خلک له کلونو راهیسې د څښاک له پاکو اوبو څخه بې‌برخې دي او اوس د دې لپاره چې د یادې ناروغۍ مخنیوی وشي، د یونیسف او اغاخان ادارو ته د همکارۍ غوښتلو وړاندیزونه سپارل شوي څو په دغو ولسوالیو کې د پاکو اوبو په برخه کې همکاري وکړي.

په دغه حال کې، د تخار ولایت ځيني اوسېدونکي د یادې ناروغۍ له ډېرېدو اندېښمن دي او د عامې روغتیا ریاست له مسوولینو په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

په تخار کې مدني فعال محمد یاسین نوري وایي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د دغه ولایت ډېری خلک د څښاک له پاکو اوبو بې‌برخې ول او له همدې امله ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

نوري وایی چې د اوړي سختې ګرمۍ او د خلکو بد اقتصادي وضعیت ته په کتو، که د اسهالاتو ناروغۍ د چټک خپرېدو مخنیوی ونه شي، ډېر ماشومان به پرې اخته شي چې ښايي یوه غمیزه رامنځ ته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د څښاک پاکو اوبو څخه استفاده نه کول، د حفظ الصحې نه مراعتول او ګرمه هوا د یادې ناروغۍ عمده لاملونه ګڼل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.