Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر محمداغې ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ بېوزله کورنیو چرګې ووېشل شوې

پل علم (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې یې په ۳۰۰ بېوزله او اړو کورنیو د هګیو چرګې ووېشل شوې.

د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه چرګې د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستندویه موسسو په مرسته په محمداغې ولسوالۍ کې له یوې سروې وروسته پر اړو او بېوزلو کورنیو وېشل شوې دي.

هغه زیاته کړه، د دغو چرګو په مرسته به د یو شمېر اړو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه شي او وزګارو کسانو ته به یې د کار کولو زمینه هم برابره شي.

دی وايي: «په محمد اغې ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ بېوزله کورنیو چرګې ووېشل شوې چې هرې کورنۍ ته ۳۰ چرګې، ۳۰۰ کیلو ګرامه دانه او د هغو د ساتلو وسایل ورکړل شول.»

د محمداغې ولسوالۍ بېوزله او اړې کورنۍ خوښې دي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري ورسره د چرګو مرسته وشوه.

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالبصیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د چرګو مرستې ته خوښ دی او غواړي له دې لارې د خپل کور اقتصاد پياوړی کړي.

هغه کرنې او مالدارۍ وزارت ته وړاندیز وکړ چې په دې ولسوالۍ کې د چرګانو د ساتنې او پالنې فارمونه جوړ کړي او د چرګانو ساتونکو ته د چرګانو د ساتنې او پالنې په اړه پوهاوی ورکړي.

بل خوا د محمداغې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي بسم الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې شوې مرسته دوی ته بسنه نه کوي او کرنې او مالدارۍ وزارت ته په کار ده چې دغه مرسته دوه برابره زیاته کړي.

هغه زیاته کړه، اوسمهال په ولسوالۍ او کلي کې د وزګارتیا کچه دوه برابره زیاته شوې ده، حکومت باید خلکو ته د کارکولو زمینه برابره کړي.

په لوګر کې په داسې حال کې له بېوزله او اړو کورنیو سره د چرګو مرسته کېږي چې د دغه ولایت زرګونو اوسېدونکو ته د خوړو نړیوال پروګرام له خوا د غنمو په بدل کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.