خوست (پژواک، ۱۷وږی ١٤٠٣): ځينې سرچينې وایي، د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ بیا نښته شوې
د پروان د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولینو د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو د ۱۱ ټيمونو په ګډون د غوره لیګ سیالیو له پیلېدو خبر ورکړی دی.
یو شمېر چیني سوداګرو د کرنې او مالدارۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د کرنې برخه کې د پانګونې لپاره د ۵۰۰۰ هکټاره ځمکې او د توکو او ماشینري په رالېږدولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د هلمند د نهرالسراج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري او وایي چې له امله یې د دوی په سیمو کې ګڼ شمېر کسان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
د کونړ ولایتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د ماین پاکۍ یوې موسسې په تېر یوه کال کې نږدې لس میلیون مترمربع ځمکه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه کړې ده.
د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې درمل او بسترونه کم دي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.
د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت اووه رغنيزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، په پنجشېر ولایت کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام غونډه جوړه شوه او ګډونوالو یې پر قومي یووالي ټینګار وکړ.
د غزني د خواجه عمري یو شمېر بڼوال وايي، په دې ولسوالۍ د الو ونو ته یو ډول ناروغي پیدا شوې چې ورسره یې حاصلات زیانمن شوي دي.
سرچینې وایي چې د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان سیمه کې د وسلهوالو په یوه برید کې د دوو پوځیانو په ګډون لس کسان وژل شوي دي.
د هلمند سمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یو ماشوم د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۰۰ لویې او وړې دښمنۍ او شخړې هوارې شوې دي.