ژبه

پر یو شمېر وارداتي توکو تعرفې لوړې شوې دي

احمد صهیب حسرت

۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۲:۳۶

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): د مالیې وزارت وايي، د ۱۴۰۵ کال د تعرفې کمېټې په درېیمه ناسته کې د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې شوې او د یوه بل وارداتي توکي تعرفه ټیټه شوې ده.

د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه د مالیې وزیر ملا محمدناصر اخند په مشرۍ او د کانونو او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، عامې روغتیا او اقتصاد وزارتونو، اقتصادي معاونیت، د استخباراتو عمومي ریاست او د سوداګرۍ او پانګونې او صنعت او کانونو خونو د استازو په ګډون ترسره شوه.

د خبرپاڼې له مخې، له هر اړخیزو بحثونو وروسته، د کورني صنعت او تولیداتو د ملاتړ او د کرنې او سوداګرۍ د پراختیا په موخه، د بوتلونو پر وارداتو تعرفه له ۱۲ څخه ۱۶ سلنې، د ودانیو پر رنګ له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې، پر چرمي بوټونو له ۲۰ څخه ۴۰ سلنې، پر پلاستیکي بوټونو له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې، پر ګچ له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې او پر پمپر له ۲۰ څخه ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

په همدې حال کې، د «زړه سپرینګ» پر وارداتو تعرفه له اتو څخه ۳.۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د مالیې وزارت ویلي چې دغه پرېکړې به د تعرفې له اصولو سره سم عملي شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د تعرفې کمېټې د سیمونو، اوسپنیزو مېخونو، کنګل شوو کچالو او د خوند ورکوونکو موادو د تعرفو د یو شان کولو په اړه هم لازمې پرېکړې کړې دي.

د مالیې وزارت د نوو تعرفو د عملي کېدو د پیل د وخت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.