ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: له هېوادونو سره د اړیکو رغول وخت ته اړتیا لري

متقي: له هېوادونو سره د اړیکو رغول وخت ته اړتیا لري

author avatar
15 Aug 2022 - 12:37
متقي: له هېوادونو سره د اړیکو رغول وخت ته اړتیا لري
author avatar
15 Aug 2022 - 12:37

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په تېر یوه کال کې یې ډېرو هېوادونو ته د افغانانو غږ رسولی او لاسته راوړنې لري، خو له هېوادونو سره د اړیکو رغول او عادي کول وخت ته اړتیا لري.

هغه دغه څرګندونې نن د سرپرست حکومت د واکمنېدو د لومړۍ کالیزې په مناسبت کړې دي.

دی وايي: «د ټرانزیټ په برخه کې وتوانېدو چې جنوبي اسیا او مرکزي اسیار سره وصل کړو، دا کار عملاً شروع شو او د افغانستان پر اقتصاد یې هم ښه اثر وکړ.»

هغه زیاته کړه، په تېر یو کال کې یې په ترکیه، روسیه، پاکستان، ازبکستان او چین کې د افغانستان په تړاو په نړۍوالو غونډو کې د ګډون له لارې نړۍ ته د افغانان اواز رسولی دی.

متقي زیاتوي: «افغانستان له ۴۰ کلن جنګ څخه راوتلی هېواد دی او دلته ډېر هېوادونه له شل کاله راهیسې له ملت سره جنګېدلي نو طبعاً د اړیکو رغونه به وخت ته اړتیا ولري څو ټولو هېوادونو سره نارمل حالت ته لاړې شي، خو لله‌الحمد تر اوسه مو چې څومره سفرونه کړي، څومره ناستې مو کړې نو ټولې په رسمي بڼه وې او له عزت او وقاره برخمنې وې، امید شته نور پرمختګ هم ولرو.»

د هغه په وینا، په مختلفو برخو کې یې له هېوادونو سره ناستې او ولاړې کړې او د اقتصاد او اړیکو په ښه والي کې لاسته راوړنې لري خو هیله لري چې نور پرمختګونه هم وکړي.

هغه وویل: «د همدغو هلو ځلو له امله په تېر یو کال کې د افغانستان لپاره په سلګونه میلیون ډالرو بشري مرستې راجلب شوې او دا مرستې په ښه ډول اړمنو ته ورسېدې. په سلګونو محصلان نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره استول شوي، حتی استادان د دوکتورا او ماسټري لپاره لېږل شوي او دا سلسله نوره هم جریان لري.»

دغه راز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې چې مختلفو هېوادونو ته له افغانستانه الوتنې پیل شوې، نورو هېوادونو افغانستان ته پیل کړې او د هوايي دهلېز او ځمکني ټرانسپورټ له لارې سوداګرۍ هم وده کړې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.