Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا: له «خطر سره مخ» افغانانو د لېږد بهیر چټکوو

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له "خطر سره مخ" افغانانو د لېږد بهیر چټکوي خو د امنیتي دلایلو له امله په دې اړه نور جزئیات نه شي ورکولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کمپ کې مېشتو سلګونو افغانانو پرون یو ځل بیا لاریون کړی و.

هغوی اعتراض کاوه چې د اګسټ تر پایه یې امریکا د لېږدولو ژمنه کړې وه، خو دا دی اګسټ اوس خلاصېږي، خو تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.

تیر کال په کابل کې د نظام له سقوط وروسته تر ۱۲۰ زره ډېر افغانان له هېواده وایستل شول چې یو شمېر یې د اماراتو په ابوظبۍ کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند امریکا غږ ته په دې اړه ویلي: «هڅه کوو چې امریکايي اتباعو، د امریکا د دایمي اقامې د اسنادو لرونکو (ګرین کارت) د کډوالۍ د ځانکړو ویزو لرونکو (اېس ای وي) افغانانو او پر شرایو برابر نورو کسانو او کورنیو ته یې چې غواړي له افغانستانه ووځي، یوه خوندي لاره پیدا کړو.»

هغه زیاته کړې چې پر شرایطو برابر افغانانو او د مهاجرت ځانګړو ویزو لرونکو د انتقال بهیر د چټکتیا لپاره یې سرچینې او امکانات زیات کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، امریکا ته راتلونکي ټول [پناه غوښتونکي] به له امنیتي پلوه وارزول شي، بایومیټریک به شي، دا کار د مهاجرت، استخباراتي او د ترهګرۍ ضد ادارو له لوري مخې ته وړل کېږي.

نوموړي وویل چې د نوو بدلونونو له کبله د «السیلیه» په کمپ کې د افغان پناه غوښتونکو د پاتې کېدو موده د پام وړ کمه شوې ده او په دغه کمپ کې د ډېرو هغو خلکو چې اسناد یې منل کېږي، د پاتې کېدو موده یوه یا دوه میاشتې ده.

دا کمپ په دوحه کې دی؛ د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت په دا ډول کمپونو کې د پناه غوښتونکو د اوسېدو لګښتونه ۱.۲ میلیارد ډالرو ته لوړ کړل.

هغه زیاته کړه چې "د افغان متحدینو" د انتقال او د کمپونو د سیستم د ښه والي هلې ځلې روانې دي او یوازېنی شی چې تغییر نه کوي، «د امریکایانو د مصئونیت په برخه کې زموږ ژمنه ده.»

واشنګټن پوسټ څه موده مخکې د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي وو چې شاوخوا ۷۰۰۰ افغانان د امریکا په پوځي اډو کې د انتقال لپاره انتظار باسي، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه تبصره ونه کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، امریکا د افغانستان ګاونډیان هڅوي د افغانانو په مخ خپلې دروازې پرانیزي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.