Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان حکومت وايي، سېلابونو  ۱۱۵۰ کسان مړه کړي او لس میلیارد ډالر مالي زیان یې اړولی

اټلانټا (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): د پاکستان حکومت ویلي چې روانو سېلابونو تر اوسه نږدې ۱۱۵۰ کسان وژلي او لس میلیارد ډالر زیان یې اړولی دی.

یاد حکومت زیاته کړې، میلیونونه خلک له سېلابونو زیانمن شوي او دا هېواد په تېرې یوې لسیزه کې له دې پلوه تر ټولو له بد حالت سره مخ دی.

د پاکستان د اقلیم له بدلون سره د مبارزې وزیرې شیري رحمان ویلي چې د پاکستان درېیمه برخه تر اوبو لاندې ده او دغه حالت «له تصوره لرې یو بحران» زېږولی دی.

چارواکي وايي، د جون له میاشتې راهیسې - چې موسمي بارانونه پيل شوي - تر اوسه ۱۱۳۶ کسان مړه شوي خو ویل کېږي چې د مړه شوو شمېر ممکن له دې زیات وي؛ ځکه چې په غرنیو سیمو کې له سلګونه کلیو او بانډو سره اړیکې پرې شوې دي.

په پاکستان کې له بېړنیو حالاتو سره د مبارزې چارواکي وايي چې د سږني موسمي بارانونو او سېلابونو څه باندې ۳۳ میلیون خلک زیانمن کړي - په هرو اوو پاکستانیانو کې یو زیانمن شوی.

شیري رحمان زیاته کړې: «ټول یو لوی سمندر دی او د اوبو د پمپ کولو لپاره وچه ځمکه نشته.»

ځایي چارواکو ویلي چې دغو سېلابونو په پاکستان کې سلګونه زرګونه جریب فصلونه هم ویجاړ او زیانمن کړي، دولتي او شخصي شتمنۍ او ودانۍ یې له منځه وړلي.

سرچینې زیاته کړې چې د لس میلیارده ډالرو په ارزښت زیانونه اوښتي دي.

د راپورونو له مخې، ملګري ملتونه او پاکستان به په ګډه له نړۍ د مرستو غوښتنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.