اټلانټا (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۱) : امریکا، ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو سازمان د هرات هغه چاودنه غندلې چې په ترڅ کې یې د یوه دیني عالم په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل، پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د ګازرګاه جامع جومات په دروازه کې شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیبالرحمن انصاري، د هغه ورور حبیبالرحمن انصاري او ۱۸ نور کسان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي.
خو په ټولینزو شبکو کې ځینو کسان لیکلي چې تر سلو پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو رسمي سرچینو دا ارقام نه دي تایید کړي.
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پر دغې چاودنې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده او د پېښې قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.
هغه زیاته کړې :” موږ د ترهګرۍ دغه ناوړه عمل غندو، عاملین یې باید محکمې ته کش کړی شي. ”
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما هم د هرات چاودنه غندلې ده.
د یوناما لخوا په یوه ټویټ کې ویل شوي چې په دې چاودنه کې د ماشومانو ترڅنګ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې د عبادت ځایونو او عامه ساحو کې باید دا ډول بریدونه او چاودنې ودرول شي.
د یو بل خبر له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان (اسلامي کنفرانس) هم د هرات چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي کړې ده.
د دغه سازمان لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د سرمنشي له خولې راغلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې امنیت ښه شوی و، خو دا ډول بریدونه او چاودنې د اندېښنې وړ دي.
د اسلامي همکاریو سازمان له افغانانو سره خپل یووالی څرګند کړی او د ټپیانو د ژر رغېدا لپاره یې دعا کړې ده.
دغه راز په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې دفترهم د هرات په چاودنه کې د عامو بې ګناه خلکو وژل غندلی دی.
دغه راز ایران، پاکستان، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو هم دغه چاودنه غندلې ده.
د تسنیم اژانس په حواله، د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دغه غندنه سخته غندلې او ويلي يې دي چې ایران د افراط ګرايۍ، تاوتريخوالي او ترهګرۍ د ناوړې پديدې په مبارزه کې د افغانستان او د دې هېواد د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.
Views: 1506
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن