کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د عدلیې وزارت یو چارواکی د دې ترڅنګ چې د سیاسي ګوندونو شتون اړین نه بولي وايي، په تېر یو کال کې له ۲۳۰۰ دوسیو ۷۳۰ ته یې رسېدنه شوې ده.
د عدلیې وزارت مرستیال شیخ عبدالکریم حیدر نن (د وږي ۱۳مه) د یادې ادارې د تېر یو کال کړنو په اړه «ملت ته د حکومت حساب ورکونې» غونډه کې رسنیو ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، په تېر یو کال کې ۲۳۳۹ دوسیې دغه وزارت ته ورغلې چې له ډلې یې ۵۳۲ دوسیې لومړنۍ محکمې، ۱۲۴ استیناف محکمې او ۸۰ نورې تمیز محکمې ته لېږل شوې دي.
هغه وايي، د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه د کابینې د پرېکړې له مخې، د عدلیې له وزارت سره مدغمه شوې او یادې ټولنې په ۱۷ پړاوونو کې د ۸۴۴ وکیلانو ارزونه بشپړه کړې او د مدافع وکیلانو پر وړاندې ۱۰ شکایتونه یې څېړلي دي.
د هغه په وینا، د وکالت تر ۴۱۵ ډېرو جوازونو برابرول او صادرول، تر ۴۸۲ د ډېرو پېژندکارتونو او مدافع وکیلانو ته د ۵۳۲ تعرفو وېش هغه کارونه دي چې په تېر یو کال کې د دغه وزارت له خوا ترسره شوي دي.
د ۲۰ تقنینی سندونو او تګلارو تصویب، حکومتي ادارو ته د ۱۲۷ حقوقي مشورو ورکول، د ۲۶ نړۍوالو حقوقي سندونو په تړاو نظر څرګندول، د ادارو د تقنیني اسنادو په اړه نظر څرګندول او د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم د تګلارو او پالیسیو بیا کتنه او سمون، په تېر یوه کال کې د دغه وزارت عمده فعالیتونه دي.
د یاد وزارت په راپور کې راغلي، عدلیې وزارت د تېر یو کال په ترڅ کې د تړونونو، معاهدو، هوکړهلیکونو، میثاقونو او پروتوکولونو په ګډون د ۲۶ نړۍوال سندونو په تړاو نظر څرګند کړی او په ټوله کې یې د هېواد ۸۲۴۲۲ رسمي سندونه بهرنیو ژبو ته ژباړلي دي.
د راپور له مخې، په تېر یو کال کې د معاملاتو لارښوونې د جواز اخیستو ۲۰۹۵ معلوماتي فورمونه، ۱۹۴۶ د معاملاتو لارښوونې او عریضهلیکونکو جوازونه وېشل شوي، د معاملاتو لارښوونې له ۱۱۶۹ دفترونو څارنه شوې، د معاملاتو لارښوونې د ۲۹۰ دفترونو جوازونه فسخه او د معاملاتو لارښوونې د ۱۸۳ دفترونو جوازونه لغوه شوي دي.
سرچینې لیکلي، تر اوسه ۱۱۵ خیریه بنسټونه، ۱۱۵ اتحادیې او ۷۰ ټولنې له دوی سره ثبت شوي او دغه وزارت د خدماتو وړاندې کولو له لارې تر ۴۶ میلیون افغانیو ډېر عواید یې د دولت حساب ته سپارلي دي.
نوموړي د سیاسي ګوندونو د فعالیت د جواز په اړه د یوې پوښتنې په اړه وویل: «نن الحمدالله سیاسي ګوندونو ته اړتیا نشته؛ ځکه په افغانستان کې لومړی سیاسي ګوندونو کودتا وکړه او بیا روسانو یرغل وکړ… له بلې خوا، علماوو فتوا ورکړه چې د روسانو پر وړاندې جهاد فرض دی، دلته بیا د افغانستان خلکو د جهاد لپاره یوه رهبر ته اړتیا درلوده؛ ځکه واحد رهبر نه و، نو ګوندونه یې رامنځته کړل او هغه مهال اړتیا وه، د ګوندونو جوړول مشروع و.»
هغه په دوام کې وايي: «خو نن په افغانستان کې یو ټینګ او واحد نظام شتون لري؛ یو پر شرایطو برابر او د باور وړ امیر شته، پر ملي یووالي عمل کوي، افغانستان له وېشلو ساتي.»
نوموړي په ادارو کې د ښځو د کار په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل، د ښځو لپاره د یوه خوندي چاپېریال تر برابرېدو پورې، هغوی ته په دولتي ادارو کې د کار اجازه نه ورکوي.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن