کندهار (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۱): د کندهار بڼوال او سوداګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات نیمايي کم شوي چې له امله یې بهر ته د ابجوشو (یو ډول ممیز) صادراتو کچه ۲۵ سلنه ټیټه شوې ده.
ابجوشې چې «طلايي کشمش» هم ورته ویل کېږي، له ایته یا غټو انګورو ترلاسه کېږي چې ښه خوند او لوړه بیه لري.
د کندهار د وچې مېوې اتحادیې رییس حاجي عبدالاحد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د وچکالۍ او سېلابونو له امله د دغه ولایت د انګورو حاصلات سخت زیانمن شوي او کچه یې نیمايي ته ټیټه شوې ده.
دی وايي، له همدې امله له دغه ولایته بهر ته نه یوازې د انګورو، بلکې د ممیزو او ابجوشو صادراتو کچه هم کمه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې له کندهاره د څه باندې ۵۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵ زره ټنه ابجوشې پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو او اروپايي هېوادونو ته صادر شوې، په داسې حال کې چې سږ کال به یې کچه شاوخوا ۱۰ زره ټنه ته راټیټه شي.
ده وویل: «سږ کال ممکن له ۵ تر۱۰ زره ټنه د ابجوشو صادرات ولرو؛ ځکه انګور خراب شوي خو تېر کال مو صارات ښه وو.»
دی وایي، اوسمهال سوداګر د صادراتو په برخه کې کومه لویه ستونزه نه لري خو یوه د وېزو ستونزه ده چې له هند سره یې لري او له دې امله یې ډېرې پيسې هم هلته پر سوداګرو پاتې دي.
بلخوا بڼوال وایي، سږ کال د وچکالۍ او سېلابونو له امله د انګورو حاصلات تر ۵۰ سلنه کم شوي او دوی ته چندان ګټه نه پاتې کېږي.
په پنجوايي ولسوالي کې د ابجوشو یوه بڼوال فضل احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، له کومو باغونو چې مخکې یو خروار یا سل منه انګور ترلاسه کېدل، سږ کال یې حاصلات شل منو ته راټيټ شوي دي.
ده وویل: «تېر کال مې د خپل باغ له انګورو تر یوه خروار ډېرې ابجوشې ترلاسه کړې خو سږ کال به شل منه یا یو څه زیاتې شي.»
دی وایي، دا چې د انګورو حاصلات سږ کال کم شوي نو باید د بازارموندنې په برخه کې یې کار وشي، څو باغدار او سوداګر ته یې ګټه ورسېږي.
نوموړي د ابجوشو وچولو د پروسې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: «لومړی ایته انګور دانې کېږي، وروسته مینځل کېږي او بیا په ځانګړې کره کې په ایشولو اوبو کې- چې تېزابي خاصیت لري پخېږي- له پخېدو وروسته پر پاکه ځمکه هوارېږي، له وچېدو وروسته مارکېټ ته وړل کېږي او هلته د سوداګرو له خوا د ښه کیفیت او ټيټ کیفیت لرونکې ابجوشې جلا جلا بسته بندي کېږي.»
د کندهار په صنعتي پارک کې د ابجوشو د بستهبندۍ کارکوونکي او سوداګر وایي، ابجوشې پر درېیو برخو وېشي او بیا یې بسته بندي کوي، له هغه وروسته هند، پاکستان او نورو هېوادونو ته صادرېږي.
عبدالحکیم د ابجوشو د بستهبندۍ یا پېکینګ په شرکت کې د یو شمېر کارکوونکو مسوول دی؛ نوموړی وايي، د دوی په شرکت کې لسګونه کسان د ابجوشو په بستهبندۍ بوخت دي.
هغه زیاته کړه: «له موږ سره دلته لسګونه کسان په کار بوخت دي، دوی ابجوشې سره جلا کوي چې موږ (چین) ورته وایو، بیا بستهبندي کېږي او په کارتنونو کې ځای پر ځای کېږي او وروسته صادرولو ته اماده کېږي.»
د ابجوشو د بستهبندۍ بل کارکوونکی نظرمحمد وایي، له کلونو راهیسې په دغه ځای کې کار کوي او له خپل کاره خوښ دی.
ده وویل: «ډېر کلونه کېږي چې دلته کار کوم، هر کس دلته د ورځې له درې څخه تر پنځه سوه افغانۍ ګټي؛ ځکه دلته پیسې د کارتن پر سر ورکول کېږي او ډېر اسانه کار دی.»
د کندهار سوداګرۍ خونې رییس حاجي محمد صدیقمحمد وایي، اوس مهال له کندهاره د صاراتو په برخه کې کومې ستونزې نشته او هغه ستونزه چې پاکستان د افغانستان پر مېوو ټکس لوړ کړی و، حل شوې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ اوس مهال کومه ستونزه نه لرو، د ټکس ستونزه چې د پاکستان له خوا رامنځته شوې وه، د ولایت مقام او مرکزي چارواکو په همکارۍ شوې ده او صادرات په نورمال ډول روان دي.»
دا مهال په کندهار کې یو کیلوګرام ابجوشې له ۶ تر ۸ سوه افغانۍ بیه لري خو سوداګر وایي، که له پاکستان او هند پرته په نورو هېوادونو کې بازار ورته پیدا شي نو بیه به یې نوره هم لوړه شي.
Views: 89
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن