ژبه

فراه کې د روشن مخابراتي شرکت څانګې وتړل شوې

<p style="text-align: justify;">فراه (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): د فراه د مخابراتو ریاست وايي، د روشن مخابراتي شرکت څانګې په دغه ولایت کې له ټاکلې بيې په لوړه بیه د سیم‌کارټونو د پلورلو له امله تړل شوې دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د دغه ولایت د مخابراتو رییس عبدالمجید ابوذر وویل: «نن په فراه کې د روشن مخابراتي شرکت ټولې نمایندګۍ د سیم‌کارټونو په لوړه بیه پلورلو له امله تړل شوې دي.»</p>

<p style="text-align: justify;">ده زیاته کړه، هیڅ مخابراتي شرکت حق نه لري چې د عادي شمېرو لرونکي سیم‌کارتونه تر ۱۰۰ افغانیو په لوړه بیه وپلوري او تر ۵۰ افغانیو ډېر «جبري کرېډيټ» ورته اضافه کړي.</p>

<p style="text-align: justify;">په فراه کې د پژواک خبريال هڅه وکړه چې په دې اړه په دغه ولایت کې د روشن مخابراتي شبکې د مسوولینو نظر واخلي، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره، هغوی ځواب ویلو ته حاضر نه شول.</p>