ژبه

له حیرتان بندره نږدې ۵۰۰ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته ګرځول شوي

پژواک

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳:۲۵

Views: ۸

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د معیار او کیفیت ملي اداره وایي چې په حیرتان بندر کې یې ۴۸۰ ټنه سمنټ غیرمعیاري تثبیت کړي او بېرته یې صادروونکي هېواد ته ګرځولي دي.

د معیار او کیفیت ملي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ادارې تخنیکي کارکوونکو د کیفیت د ارزونې او څېړنې پر مهال معلومه کړې چې وارد شوي سمنټ له ټاکل شوو کورنیو معیارونو سره سمون نه لري.

سرچینې زیاته کړې، وروسته له هغه چې دغه سمنټ بې‌کیفیته ثابت شول، د افغانستان بازارونو ته یې د ننوتلو مخنیوی وکړ او ټول ۴۸۰ ټنه سمنټ بېرته صادروونکي هېواد ته واستول شول.

د معیار او کیفیت ملي ادارې خبرپاڼه کې د دغو سمنټو د اصلي هېواد او واردوونکې شرکت نومونه نه دي مشخص کړي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د ارزونې او کنټرول بهیر په منظم ډول دوام لري او د افغانستان بازارونو ته به د بې‌کیفیته او غیرمعیاري توکو د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي.