کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه ۱۱۶۹ جرمي پېښې تر سره شوې چې په تړاو یې ۱۶۲۱ کسان نیول شوي دي.
دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د تلې په پنځمه، کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وروستۍ یوه میاشت کې د هېواد په کچه ۱۱۶۹ بېلابېلې جرمي پېښې تر سره شوې چې له ډلې یې ۸۸۱ پېښې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او پېژندل شوې او په تور یې ۱۶۲۱ کسان نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، تورن کسان د انسانتښتوونې، قتل، وسلهوالو غلاوو، جنسي تېري، د مالونو غصب، ترافیکي پېښو، له الکولي مشروباتو څخه استفادې، د انساني قاچاق، رشوت ورکولو او اخیستلو، د نشهیي توکو قاچاق، جعلکاريو او نورو پېښو د ترسره کولو پر مهال د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
دی وایي، په یادو قضیو کې له ۵۰ میله زیاتې بېلابېلې وسلې، مهمات، نظامي تجهیزات، الکولي مشروبات او یوه اندازه نشهیي توکي د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۳۲ ولایتونو کې ۲۹۳ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۴۴ ټنه بېلابېل نشهیي توکي ترلاسه شوي او ترڅنګ یې د نشهیي توکو اته کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.
هغه همدارنګه وویل: «تر اوسه ۴۵۰۰ بهرنيانو ته ویزې ورکړل شوې چې له درکه یې له یو میلیون امریکایي ډالرو څخه ډېر عوايد ترلاسه شوي دي.»
نوموړي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د ترافیکي سیستم د برېښنایي کولو طرحه نهایي شوې او تر راتلونکو دوو میاشتو به عملي شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او نه به چاته اجازه ورکړل شي چې ترهګريز فعاليتونه ترسره کړي.
هغه د یوې يوښتنې په ځواب کې وویل، اوسمهال چې په افغانستان کې کومې چاودنې کېږي، نرم هدفونه دي او د نړۍ په هر هېواد کې ترسره کېدلای شي.
د يادونې ده، د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار وزير اکبرخان جومات ته څېرمه چاودنه وشوه چې پکې اووه کسان مړه او له ۴٠ ډېر ټپيان شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP