[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، ایران د عراق پر شمالي سیمو د بېپیلوټه الوتکو او توغندویو بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
رویټرز اژانس خبر ورکړی چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو دغه بریدونه، د عراق شمال د اربیل ښار په مربوطاتو کې د ایران کردي ډلې (د ایران د کردانو جمهوري ګوند) پر مرکزونو کړي دي.
ځایي سرچینو ویلي چې په دغو بریدونو کې د خلکو کورونه، پوځي مرکزونه، دفترونه او یو ښوونځی په نښه شوي دي.
بلخوا د عراق دولتي اژانس خبر ورکړی چې څلور توغندي پلازمېنه بغداد کې د پارلمان او د امریکا سفارت په شاوخوا سیمو کې هم لګیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په اربیل کې د دغو بریدونو له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ژوبل شوي دي.
بلخوا امریکا او یو شمېر هېوادونو د ایران دغه بریدونه غندلي دي.
د امریکا پوځ اعلان کړی چې په اربیل کې یې د ایران یوه بېپیلوټه الوتکه غورځولې ده.
[/restrict]
Views: 399
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن