پارون (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۱): د نورستان ولایت د استخباراتو ریاست چارواکي وایي، کامدیش ولسوالۍ «ساریت» کلي کې یې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې هغه کس نیولی چې دونیمې میاشتې مخکې یی یوه ښځه له څلورو اولادونو سره له کندهار څخه راتښتولی وه.
تښتول شوې میرمن فرزانه وایي، له زابل ولایت څخه قندهار ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه تلله چی د دغه کس له خوا دوکه شوې او وروسته یی بې هوښۍ حال کې تښتولې ده، چې د دې په وینا په ځان نه ده پوه شوې.
د دغه ميرمنې تښتونې په تور نیول شوی کس هم رسنيو ته وښودل شو.
هغه ووېل، دغه ميرمن يې په زوره نه بلکی په رضا یې راوستې او د دواړو ترمنځ له پخوا نه تیلفوني اړیکې موجودې وې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP