منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۳ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نورستان کې يوه ميرمن له خپلو څلورو ماشومانو سره د تښتوونکو له منګولو وژغورل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۴ کتنې

 پارون (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۱): د نورستان ولایت د استخباراتو ریاست چارواکي وایي، کامدیش ولسوالۍ «ساریت» کلي کې یې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې هغه کس نیولی چې دونیمې میاشتې مخکې یی یوه ښځه له څلورو اولادونو سره له  کندهار څخه راتښتولی وه.

تښتول شوې میرمن فرزانه وایي، له زابل ولایت څخه قندهار ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه تلله چی د دغه کس له خوا دوکه شوې او وروسته یی بې هوښۍ حال کې تښتولې ده، چې د دې په وینا په ځان نه ده پوه شوې.

د دغه ميرمنې تښتونې په تور نیول شوی کس هم رسنيو ته وښودل شو.

هغه ووېل، دغه ميرمن يې په زوره نه بلکی په رضا یې راوستې او د دواړو ترمنځ له پخوا نه تیلفوني اړیکې موجودې وې.

د تښتول شوې ميرمن خاوند او خپلوانو د نورستان د امنيتي چارواكو څخه مننه وکړه چې  د دوى په هڅو  د دوى د کورنۍ پنځه غړي  پيدا او دوى ته روغ رمټ وسپارل شول.

د نورستان د استخباراتو رییس مولوی فقیرمحمد حنیف وايي، دغه موضوع د لا زیاتو څېړنو په موخه عدلي ارګانونو ته سپارلې ترڅو په اړه يې څيړنې وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه