ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې غواګانو ته د لمپي‌سکین واکسین تطبیقولو کمپاین پیل شو

کندهار کې غواګانو ته د لمپي‌سکین واکسین تطبیقولو کمپاین پیل شو

author avatar
3 Oct 2022 - 16:42
کندهار کې غواګانو ته د لمپي‌سکین واکسین تطبیقولو کمپاین پیل شو
author avatar
3 Oct 2022 - 16:42

کندهار (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا نن (د تلې ۱۱مه) په کندهار ښار او اتو ولسوالیو کې د غواګانو پوستکي ویروسي ناروغۍ/ Lumpy Skin ضد واکسین کمپاین پيل شو.

د دغه ریاست د مالدارۍ برخې امر محمد حامد د دغه کمپاین د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه واکسین به د کندهار ښار ترڅنګ په اتو ولسوالیو (شاولیکوټ، پنجوايي، ژیړۍ، دامان، سپین بولدک، ارغنداب، ډنډ او میوند) کې ۲۵ زره غواګانو ته تطبیق شي.

ده زیاته کړه، دغه واکسین د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې/ FAO په مالي مرسته غواګانو ته لګول کېږي.

ده وویل: «دغه واکسین د ۲۵ زره غواګانو لپاره دی خو له دغه کمپاین وروسته موږ یو بل کمپاین هم لرو چې په هره ولسوالي کې به درې درې زره غواګانو ته دغه واکسین ولګول شي.»

پر همدې مهال د کرنې او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا مسوول ډاکټر محمدفهیم صافی وایي، په کندهار کې تر اوسه شاوخوا ۹۰ زره غواګانې د «لمپي سکین» پر ناروغۍ اخته شوي او ۲۳ سوه له دې ناروغۍ مړې شوې دي.

د هغه په خبره، کندهار ته که څه هم د موسسو له خوا د دې ناروغۍ ضد واکسین تر نورو ولایتونو ډېر ورکړل شوی خو دا بسنه نه کوي.

دی وایي: «په کندهار کې موږ د لمپي سکین ډېرې پېښې لرو، د خلکو ډېرې غواګانې مړې شوې خو اوس د واکسین کمپاین پیل شوی او له دې وړاندي هم خلکو غواګانو ته واکسین ورکړی و چې اوس دا ناروغي کمه شوې ده.»

د کندهار په شپږمه ناحیه کې د غواګانو د یوه فارم مسوول محمد رحیم وایي، ډېر خوشحاله دی چې ټولو غواګانو ته یې د کرنې او مالدراۍ ریاست په همکارۍ د غواګانو د پوستکې یا لمپي سکن ناروغۍ ضد واکسین ولګول شو.

ده وویل: «دغې ویروسي ناروغۍ زموږ په ساحه کې د ډېرو خلکو غواګانې مړې کړې، دغه واکسین باید پخوا لا پيل شوی وای.»

ده زیاته کړه، په فارم کې شاوخوا ۷۰ غواګانې لري او د هرې یوې بیه له ۳ تر ۴ سوه زره افغانۍ ده، که یوه غوا یې هم مړه شي نو دوی به یې تاوان په ډېر وخت جبران نه کړي.

د غواګانو د یوه بل فارم کارکوونکی محمد شاه وايي، د دوی په فارم کې درې غواګانې د لمپي سکن ناروغۍ څخه مړې شوې ځکه پر وخت واکسین ورته و نه رسېد.

د هغه په وینا، دغه واکسین باید د ناروغۍ له پيل سره سم پيل شوی وای څ ډېرې غواګانې ژغورل شوې وای.

ده وویل: «دا داسې ناروغي وه چې غواګانې یې ژر نه مړې کولې، اول به یې تر خولې اوبه تللې، پر بدن به یې دانې راپورته شوې بیا به یې خوراک نه شوای کولای، وروسته به کمزورې شوې، نو که واکسین وختي پيل شوی وای ډېرې غواګانې به نه وای مړې شوې.»

د څارویو وترنران وایي، خلک او د فارمونو کارکوونکي باید د «لمپي سکن» په ناروغۍ اخته غواګانې له نورو څخه بېلې کړي او دغه راز د هغوی ښه خوراک، پاک چاپېریال او هره ورځ د غواګانو مینځلو ته پاملرنه وکړي.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.