غزنيښار (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د غزني ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي په دې ناحیه کې د کوڅهډبو سپيانو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې خلکو او ماشومانو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې دي.
د غزني ښار د پنځمې ناحیې د قدم کلا سیمې اوسېدونکي او قومي مشر غلام مصطفی پژواک ته وویل چې په دې سیمه کې د کوڅهډبو سپیانو ډېرېدو له امله نه ماشومان په ډاډه زړه ښوونځیو تللای شي او نه هم خلک د شپې له مخې تګ راتګ کولای شي.
هغه زیاته کړه: «خلک له ولګردو سپو ډېر په تکلیف دي، په ځانګړي ډول د شپې له خوا خلک په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولی.»
د سیمې یوه بل اوسېدونکي فرزاد هم وویل، دوه ورځې مخکې یوه کوچنۍ نجلۍ چې د ښوونځي زدهکوونکې وه، سپیانو داړلې وه.
د هغه په خبره چې په سیمه کې له دې مخکې هم د سپیانو داړلو ورته پېښې شوې دي چې له امله یې کورنیو ته د خپلو ماشومانو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
ورته مهال، د غزني د ښاروالۍ ویاند عبدالولي جلالزی هم ستونزه مني او وايي، ښاروالۍ له دې مخکې څو ځلې د ښار په بېلابېلو ساحیو کې د کوڅهډبو سپیانو ټولولو کمپیاین ترسره کړی او له منځه یې وړي دي.
هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې ښاروالۍ ته د ورته ستونزې په اړه په لسګونو عریضې رسېدلې دي او هڅه کوي چې په هغو ساحو کې هم د سپیانو ټولولو لړۍ پیل کړي.
د یادونې ده، دا لومړی ځل نه دی چې د غزني ښار د قدم کلا سیمي یو شمېر اوسېدونکي د کوڅهډبو سپیانو له زیاتوالي شکایت کوي، بلکې د ښار په نورو ساحو کې هم وار وار ورته اندېښنې له رسنیو سره شریکې کړې دي.