کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي، په لومړي ځل د افغانستان د سړکونو شبکې ارزونه شوې چې له مخې یې د سړکونو ټول اوږدوالی ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره تثبیت شوی دی.
د احصايې او معلوماتو عمومي ادارې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یادې ادارې د جغرافيايي معلوماتو د انسجام او تحليل له لارې په لومړي ځل د افغانستان د سړکونو شبکې ارزونه کړې چې له مخې یې د سړکونو ټول اوږدوالی ۲۴۵ زره او ۷۲ کيلومتره تثبيت شوی دی.
سرچینه زیاتوي، د دې ادارې د جغرافيايي معلوماتو عمومي رياست د ارزونې او تحلیل پر اساس، د سرکونو د ټولې شبکې ۱۸ زره او ۲۴۱ کيلومتره (٪۷٫۴) پاخه او ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کيلومتره (٪۹۲٫۶) خام سړکونه دي.
اعلامیه کې راغلي، دا ارزونه د هېواد د سړکونو شبکې په اړه د يوه هر اړخيز او واحد انځور د چمتو کولو په موخه ترسره شوې ده.
سرچینې لیکلي، د سړکونو شبکې معلومات له بېلابېلو سرچينو، لکه ټولګټو وزارت، د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت، د (OSP) نړۍوالې ډېټا له سايټ او د سپوږمکۍ انځورونو د فضايي سروې له لارې راټول او تحليل شوي دي.
د دې ارزونې د موندنو له مخې، د سړکونو شبکې لويه برخه لا هم خام سړکونه تشکيلوي او د پخو سړکونو د کچې او برخې له مخې د ولايتونو ترمنځ د پام وړ توپير موجود دی.
سرچینې ویلي چې کابل د نورو ولايتونو په پرتله تر ټولو زيات ۴زره او ۸۴ کيلومتره پاخه سړکونه لري، په داسې حال کې چې نورستان تر ټولو کم د ۱۲ کيلومتره پوخ سړک درلودونکی دی.
د ولايتونو د سړکونو په ټوله شبکه کې د پخو سړکونو ونډې ته په کتو کاپيسا ولايت د ۲۵٫۱ سلنه پخو سړکونو په درلودو له تر ټولو په لويه کچه او دايکنډي او غور ولايتونه د ۰٫۵ سلنه پخو سړکونو په لرلو سره له تر ټولو په ټيټه کچه کې دي.
همدارنګه د دې ارزونې په اوږدو کې ۴ زره او ۷۴۷ لوی او کوچني پلونه، ۸ زره او ۶۸۱ پلچکونه او ۸۵۴ د سېلابونو د تېرېدو ځايونه تثبيت او پېژندل شوي دي.
یادې ادارې لیکلي، سربېره پر دې د هېواد د سړکونو په شبکه کې ۱۶ ويجاړ شوي پلونه او ۲۴۹ هغه ځايونه تثبيت شوي چې د پلونو جوړولو ته پکې اړتيا ده.
له بلې خوا، د سړکونو شبکې ته د کليوالي وګړو د لاسرسي کچه هم ارزول شوې ده. د دوه کيلومتره واټن د معيار له مخې، شاوخوا ۴۱ سلنه کليوالي وګړي پخو سړکونو، ۶۳ سلنه عمومي سړکونو او ۹۶ سلنه د سړکونو ټولې شبکې ته لاسرسی لري.
د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې د دې ارزونې پایلې همدارنګه د ولایتونو ترمنځ د لاسرسي په کچه کې د پام وړ توپیرونه ښيي او د هغو سيمو په پېژندنه کې ترې ګټه اخيستل کېدای شي چې د ترانسپورټي بېخبناوو پراختیا او ښهوالي ته پکې اړتيا ده.