کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو په تېر یوه کال کې له افغانانو سره د مرستې په موخه افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالر راوړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) پر خپل ټويټر د یادو پیسو په اړه وضاحت ورکړی او ليکلي یې دي چې ملګرو ملتونو په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد ډالره افغانستان ته راوړي، څو له میلیونونو هغو افغانانو سره چې سخت بشري مرستو ته اړ دي، د ژوند ژغورنې مرستې وشي.
سرچينه زياتوي، دغه نغدي مرسته یوه سوداګریز بانک ته ورکړل شوې ده.
يوناما ليکلي: «دغه پیسې د افغانستان واکمنو چارواکو او د افغانستان مرکزي بانک ته نه دي ورکړل شوې.»
دا په داسې حال کې چې له تېر یو کال راهیسې په یوې یا دوو اونیو کې لسګونه میلیون امریکایي ډالر هېواد ته رالېږدول کېږي او د افغانستان نړۍوال بانک ته سپارل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP