Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې له سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

ترینکوټ (پژواک ۱۵ تله ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د سرې‌میاشتې ادارې له خوا پر پنځه سوه کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

د دغه ولایت د سرې‌میاشې ادارې مسوول ملا سمیع حقاني وویل، په مرسته شوو توکو کې ۵۰ کيلوګرام اوړه، لس لېتره غوړي، لس کيلوګرام نخود، لس کيلوګرام خرما او درې کيلو مالګه شامل دي.

هغه زياته کړه، د اړمنو کورنیو سروې د یوه ګډ پلاوي له خوا موده مخکې د دغه ولایت په مرکز او لرو پرتو سیمو کې شوې وه او هغه کسان په نښه شوي چې اړمن، یتیمان، معلول او بې سرپرسته دي.

يوه مرسته ترلاسه کوونکي محمدشریف چې د ترینکوټ اړوند د ککرک سیمې اوسېدونکی دی، پژواک اژانس ته وویل، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او هر ډول لاسنیوي ته اړتیا لري.

په اروزګان کې د دولتي مرستندویه ادارو ترڅنګ ۳۱ مرستندویه موسسې هم په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري او د بشري مرستو ترڅنګ په نورو پرمختیایي برخو کې هم فعالیت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.