Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناپېژانده کسانو پکتیکا کې یو ځوان وژلی

ښرنه (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۱): ناپېژانده کسانو د پکتیکا ولایت د مرکز اړوند په «څلي کلي» کې یو ۱۹ کلن ځوان - چې ټاکل شوې وه نن یې د واده مراسم تر سره شي ـ وژلی دی.

د دغه وژل شوي کس (حبیب‌الله) د کورنۍ يوه مشر حاجي عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وويل چې وراره یې حبيب‌الله د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ډوډۍ پلورلو کاروبار کاوه او له چا سره یې شخصي ستونزې یا دښمني نه لرله.

هغه وایي: ‹‹وراره مې په کراچۍ کې د نانوایي کاروبار کاوه، اوس د واده لپاره راغلی و، همدا نن ورځ (د تلې ۱۶مه) مو د ده واده ته ټاکلې وه، خو دی درې ورځې مخکې مازیګر مهال بازار ته تللی و چې بیا پسې ورک شو او نن بېګاه یې مړی حکومت شفاخانې ته راوړی و او چا مړ کړی و.»

دی له اړوندو چارواکو غواړي چې د حبيب‌الله قاتلان پيدا کړي او سزا ورکړي.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند معاويه وایي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې ژر تر ژره د وژل شوي ځوان قاتلين پيدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.