[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسون وایي، دوی له سرپرست حکومت سره تعامل غوره بولي، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني او غواړي چې دغه حکومت ځیني شرطونه پوره کړي.
نوموړي دغه څرګندونې له افغانستانه بېرته په بلجیم کې د اروپایي ټولنې مقر ته له ستنېدو وروسته په یو لړ ټویټونو کې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې له یوې سختې اونۍ تېرولو وروسته بېرته بروکسل ته ستون شوی دی.
د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې هلته یې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دفتر، یو شمېر سفیرانو، د خپل دفتر همکارانو او له اېمرجنسي روغتون څخه لیدنې وکړې.
https://twitter.com/tomas_niklasson/status/1579109801149493248?s=20&t=lryqziwJz5r0kwBfROMt8A
د هغه په وینا، دغهراز د ښځو حقونو یو شمېر مدافعینو، د مدني ټولنې استازو، پخوانیو قاضیانو او د کورنیو چارو وزارت او خصوصي سکتور له یو شمېر حقوقي ماهرینو سره یې هم خبرې اترې وکړې.
نېکلسون وایي، دغهراز یې له بهرنیو چارو، پوهنې، عدلیې، اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیرانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر کورنیو او بهرنیو ژورنالستانو سره هم ولیدل.
ده زیاته کړې، افغانستان له سخت ژمي سره مخامخېدونکی دی، ملګرو ملتونو چې ژمي لپاره د مرستو غوښتنه کړې، تر اوسه یوازې ۴۵ سلنه یې راټوله شوې ده.
هغه له چین، روسیې او د اسلامي هېوادونو له سازمان څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د مرستو په برخه کې د امریکا، بریتانیا او اروپایي ټولنې لاره خپله کړي.
د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، په افغانستان کې له ښوونځیو د نجونو راګرځول، ښځې دندو ته نه پرېښودل، د هزاره وګړو او نورو لږکیو حقونه او د بیان ازادۍ نشتون د اروپایي ټولنې لپاره جدي اندېښنې دي.
هغه زیاتوي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د ترهګریزو بریدونو په اړه ځواب ویونکی وي.
د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت باید د ټولو افغانانو امنیت خوندي کړي او هغه څوک چې په بریدونو کې لاس لري، محکمې ته راکاږي.
د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي دغهراز ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
هغه همدا راز له سرپرست حکومته غوښتي، یو داسې بهیر پیل کړي چې پکې ټول افغانان، ښځې او نارینه، د خپل هېواد د سیاسي نظام، مشرتابه او تګلارو په اړه خبرې وکړای شي.
د اروپایي ټولنې استازي ویلي، یو ټولګډونه سیاسي بهیر په افغانستان کې د دوامداره ثبات او د اوسني نظام په رسمیت پېژندنې لپاره اړین دي.
توماس نیکلسون وایي، اروپایي ټولنه د «دروازو تړلو پر ځای» له سرپرست حکومت سره تعامل غوره بولي، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني او غواړي چې دغه حکومت ځیني شرطونه پوره کړي.
د هغه په خبره، اروپایي ټولنه لا هم افغانستان او افغانانو ته ژمنه ده، خو وخت کم دی او سرپرست حکومت باید عملي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د نوموړي د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او نور چارواکي بار- بار ویلي چې دوی له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي.
هغوی زیاته کړې چې امنیت یې ټینګ کړی او ټولو خلکو ته یې حقونه ورکړي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP