کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ريچارډ بنیټ وايي، په افغانستان کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره به له بهرنيو مرستندویانو سره خبرې وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټويټر کې ليکلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور جوړوونکي ريچارډ بينټ او ورسره مل پلاوي په افغانستان کې د خپل سفر پای ته رسولو پرمهال د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل.
سرچينه زياتوي، په پيل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د بهرنيو چارو وزارت له لوري دوی ته د سفر اسانتياوو او حقايقو ته د ازادانه لاسرسي زمینې برابرولو له امله مننه وکړه.
ستانکزي ريچارد بنیټ ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، له ګاونډيانو څخه نيولې د اروپا په ګډون په ټوله نړۍ کې بشري ستونزې شته او افغانستان بيا تازه له نيمې پېړۍ جنګه راوتلی دی.
نوموړي د تېرې ادارې ستونزو ته په اشارې وويل: «د تېر په پرتله د ښځو د ځان او غیر قانوني وژنو، اختطاف او په زندانونو کې د شکنجو کچه اوس صفر ته رسېدلې ده.»
ستانکزي همداراز له ملګرو ملتونو څخه د اقتصادي ستونزو، بانکي محدوديتونو، د معتادينو درملنې او ورته نورو ستونزو په حل کې د مرستو غوښتنه وکړه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې بينټ ژمنه وکړه چې له بهرنيو مرسته کوونکو سره به خبرې وکړي، څو په افغانستان کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره هر راز مرستې وشي.
Views: 101
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن