اټلانټا (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې له پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو خبرې کړې دي.
پاکستاني رسنۍ (پاکستان ابزرور) د لړم په ۲مه خبر ورکړی چې ټام ویسټ دا څرګندونې په خپلې یوې تازه مرکه کې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د امریکا ځانګړي استازي په مرکه کې ویلي چې دوه اونۍ مخکې پاکستان ته د سفر پر مهال یې د دغه هېواد له ځایي ملکي او پوځي چارواکو سره ګټورې خبرې کړې دي.
د ویسټ په وینا، په دې لیدنو کې یې له پاکستاني لوري سره د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په اړه غږېدلی دی.
نوموړی زیاته کړې، پاکستان د امریکا مهم همکار دی او دواړه هېوادونه به په ګډه په بېلابېلو برخو کې کار کوي.
د افغانستان په اړه د امریکا ځانګړي استازي ویلي: «پاکستان او امریکا د هغو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري چې د اسلاماباد له خوا پرې بندیز لګول شوی دی.»
هغه په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان ډله یاده کړه چې پاکستان یې پر وړاندې اقدامات پیل کړي دي.
نوموړی وایي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټیپي) وروستي بریدونه د پاکستان لپاره یوه ننګوه ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن