Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان سرپرست حکومت ایران کې پر یوه زیارت شوی برید وغنده

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د ایران په شیراز ښار کې پر یوه زیارت شوی برید وغنده او په دغه برید کې د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.

څو ورځې مخکې، د ایران په شېراز ولایت کې پر یوه زیارت وسله‌واله برید کې لږ تر لږه ۵۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل  ټویټرپاڼه  کې لیکلي چې «اسلامي امارت» د ایران په شیراز کې پر لمونځغاړو او زیارت کوونکو شوی برید په کلکو ټکو غندي.

سرچینه لیکي، له بده‌مرغه چې «تکفیري فتنه‌ګر» څو ځله په افغانستان کې هم بې‌ګناه ملکیان هدف ګرځولي، هغوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي.

یاد برید داسې مهال شوی چې له ۴۰ ورځو راهیسې د ایران په ۳۰ سترو ښارونو کې د مهسا امیني د وژنې په غبرګون کې پراخ لاریونونه دوام لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.