ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشرۍ د پکتیکا د برمل زلزله‌ځپلو ته  ۱۰۰۰ کورونو جوړ کړي

د ملګرو ملتونو عالي کمېشرۍ د پکتیکا د برمل زلزله‌ځپلو ته  ۱۰۰۰ کورونو جوړ کړي

author avatar
3 Nov 2022 - 15:18
د ملګرو ملتونو عالي کمېشرۍ د پکتیکا د برمل زلزله‌ځپلو ته  ۱۰۰۰ کورونو جوړ کړي
author avatar
3 Nov 2022 - 15:18

کابل (پژواک، ۱۲ لړم، ۱۴۰۱): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې د څه باندې ۸۰۰۰  زلزله‌ځپلو لپاره ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي دي.

دغه سازمان نن (پنجشنبه، د لړم ۱۲مه) پر خپل ټویټر لیکلي: «د پکتیا په برمل ولسوالۍ کې مو د څه باندې ۸۰۰۰  زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي دي.»

یاد سازمان زیاته کړې چې  دا کورونه به د ژمي له رارسېدو مخکې زلزله‌ځپلو ته وسپارل شي.

د دغو ۱۰۰۰ کورونو جوړولو چارې د روان کال د زمري په ۲۹مه نېټه د سرپرست حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت د مرستیال شرف الدین مسلم له خوا پیل شوې وې.

نوموړي هغه وخت پژواک ته ویلي وو: «د دغو کورونو پر جوړېدو شپږ میلیون ډالر لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان له خوا ورکول کېږي او تخنیکي چارې یې د (اهدا) په نوم یوه موسسه مخې ته وړي.»

د یادونې ده، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې سختې زلزلې شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او زرګونه کورونه یې ویجاړ یا تخریب کړل.

د دې زلزلې له امله تر ټولو ډېر زیان د پکتیکا په برمل او ګیان او د خوست په سپېره ولسوالیو کې واوښت.

Views: 99

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.