ژبه

د غزني په اجرستان کې یوه ځوان سیند کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

ارشیف

واحدالله جمعه‌زاده

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۱

Views: ۴

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې یو ځوان د کبانو نیولو پر مهال د سیند اوبو دوب کړی او مړ شوی دی.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د اجرستان ولسوالۍ په لنګرخېلو سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، پېښه هغه مهال شوې چې یاد ځوان غوښتل د جنراتور د برېښنا په وسیله په سیند کې کبان ښکار کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې پېښې په اړه د راپور له ترلاسه کولو وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د احمدشاه په نوم د یاد ۲۴ کلن ځوان مړی یې موندلی او د هغه کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د یادونې ده، تېره ورځ هم د غزني په جاغوري ولسوالۍ یوه ښځه او خاوند یې د اوبو په حوض کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی و.