ژبه

افغانستان او ترکمنستان د ټاپي، ټاپ او اوسپنې پټلۍ پروژو پر چټک تطبیق هوکړه وکړه

هجرت‌الله کاکړ

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۴

Views: ۱۷

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د تعقیب او تطبیق لپاره د لوړپوړو مسوولینو په مشرۍ د یوې تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه شوې څو د یادو پروژو کارونه په ښه ډول پر مخ ولاړ شي.

اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن (دوشنبه) د هرات ولایت په تورغونډۍ کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان او ترکمنستان د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر قربان‌قلي بردي محمدوف سره خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، ملا عبدالغني برادر اخند په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ شریکولو په موخه قربان‌قلي بردي محمدوف ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې څرګنده کړه چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول روان دي او تمه ده چې پاتې چارې به یې پر ټاکلي وخت بشپړې  شي.

ملابرادر د ترکمنستان له ملي رهبره وغوښتل چې دواړه هېوادونه د ګاز د قیمت په اړه هوکړې ته ورسېږي او د قیمت ټاکلو فارمول داسې تعدیل شي، چې د ګاز په قیمت کې د اروپايي بازارونو د شدیدو بدلونونو له اغېزو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړې چې دغه قرارداد دې د اوږدې مودې لپاره ترسره، شرایط یې اسانه او د قرارداد د بیاکتنې انعطاف‌منونکی مېکانيزم هم پکې شامل شي.

هغه په هرات ولایت کې د ګاز د وېش او مصرف لپاره د شبکې په جوړولو کې له ترکمن لوري د همکارۍ، د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د حل لپاره د ګډ تخنیکي او حقوقي کمېسیون د رامنځته کېدو او په دې پروژه کې لا زیاتو افغانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په اړه د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

برادر وویل چې ټاپي د افغانستان او ترکمنستان ستراتيژیکه ملګرتیا لا پياوړې کړې او اړتیا ده چې د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره دواړه لوري د نفتو د ترانزیټ لپاره د ایکریم بندر د بیا پرانیستلو، په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي مالونو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د لاجوردو مسیر د بیا فعالولو برخه کې د شته ستونزو د حل، د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ شبکې د بیارغونې او پراختیا لپاره په مشترک ډول کار وکړي.

برادر له ترکمن لوري وغوښتل چې په افغانستان کې د برېښنا او ترانسپورټ  لویو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي.

اقتصادي معاونیت لیکلي، ورپسې د ترکمنستان ملي رهبر قربان‌قلي بردي محمدوف وویل، د ترکمنستان او افغانستان اړیکې د نېک نیت او ښه ګاونډیتوب پراساس پياوړې شوې، چې په مختلفو برخو کې یې د ګډو همکاریو فرصتونه رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه، هرات ولایت ته د ټاپي نللیکې د پایپ غځولو ترڅنګ په هرات ولایت کې د ګازو د توزیعي شبکې جوړولو او همداراز د ټاپ پروژې د عملي چارو د پيل لپاره چمتو دي.

د ترکمنستان رهبر وویل، په ټاپ پروژه کې یوشمېر بهرنیو شرکتونو د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

قربان‌قلي بردي محمدوف زیاته کړه، عشق‌اباد چمتو دی چې په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو توکو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه همداراز د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره د لاجوردو مسیر د فعالولو لپاره پر مشترکو هڅو ټینګار وکړ.

نوموړي افغان لوري ته اطمینان ورکړ چې په افغانستان کې د برېښنا او اوسپنې پټلۍ برخو کې د پيل شوو پروژو کارونه به پر ټاکلو نېټو او چټکتیا سره بشپړ کړي.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې په پای کې دواړو لورو د ټاپي ترڅنګ د ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د تعقیب او تطبیق په موخه د لوړپوړو مسوولینو په مشرۍ د تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه، څو د یادو پروژو کارونه په ښه ډول پرمخ ولاړ شي.