افغانستان او ترکمنستان د ټاپي، ټاپ او اوسپنې پټلۍ پروژو پر چټک تطبیق هوکړه وکړه
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د تعقیب او تطبیق لپاره د لوړپوړو مسوولینو په مشرۍ د یوې تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه شوې څو د یادو پروژو کارونه په ښه ډول پر مخ ولاړ شي.


