کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): په چین کې د افغانستان سفارت وایي، سرپرست سفیر د دغه هېواد د اسیا څانګې له مرستیال مشر سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړیکو پر پياوړتیا خبرې کړې دي.
دغه خبر په چین کې افغان سفارت په خپله ټویټرپاڼه کې خپور کړی دی.
سرچینې ويلي: «چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست سید محیالدین سادات د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له مرستیال مشر چین سونګ سره په کتنه کې د دوه اړخیزه سیاسي او ډيپلوماټيکو اړیکو د پياوړتیا په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.»
سرچینې په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې دواړو لوریو له افغانستان سره د چین د پرمختيايي مرستو، د نیمګړو پروژو بشپړولو او په تخنيکي برخه کې د افغانانو د روزنې او نورو دوهاړخیزو همکاریو په اړه بحث وکړ.
Views: 121
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن