Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فنلنډ په افغانستان کې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره څلور میلیون یورو مرسته کړې ده

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مسوولین وايي، فنلنډ ورسره د څلور میلیون یورو مرسته کړې څو د هغو افغانانو ژوند وژغورل شي چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

یادې ادارې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د افغانستان نیمایي وګړي- چې نږدې ۱۹ میلیون کسان کېږي- د خوړو له نشتوالي سره مخ دي.

سرچینه زیاتوي، په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو نهه کورنۍ د اړتیا وړ خواړه نه لري او هغه کورنۍ ډېرې زیانمنې دي چې سرپرستان یې ښځې دي.

د یادې ادارې په خبره، افغانستان په اضطراري حالت کې دی، د څلورو لسیزو جګړو دوام، اقلیمي بدلونونه، کوویډ ۱۹ ناروغۍ خپرېدل هغه ستونزې دي چې دغه هېواد ورسره لاس او ګرېوان دی.

سرچینه کاږي، د افغانستان ډېری خلکو د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون په پایله کې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا څارونکې ادارې (سیګار) هم نن (د لړم ۲۲مه) په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې ۱۸،۹ میلیون افغانانو ژوند د لوږې له ګواښ سره مخ دی.

د یادونې ده، د روانې لړم میاشتې په ۱۸مه اروپایي ټولنې هم په افغانستان کې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره د ۵۰ میلیونه یورو مرسته کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.