کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د شرطې د نوي توشیح شوي قانون په اړه په لارښودیزه غونډه کې له مسوولینو غوښتي چې له دې وروسته خپلې چارې د دغه قانون له مخې ترسره کړي.
د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې د دغه وزارت وزیر خلیفه سراجالدین حقاني، مرستیالانو، عمومي رییسانو، د کابل مرستیال والي، امنیه قوماندان، د ولسوالیو ولسوالانو او امنیه قوماندانانو، د کابل د حوزو امرینو او نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د امیرالمؤمنین شيخ مولوي هبتالله اخندزاده له لوري د شرطې نوی توشیح شوی قانون په لنډه توګه تشریح شو.
سرچینې لیکلي چې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني له ګډونوالو وغوښتل چې له دې وروسته خپلې چارې د نوي قانون له مخې ترسره کړي.
همدارنګه، د دغه وزارت ستر امنیتي معین ملا محمد ابراهیم صدر د شرطې ځواکونو ته د دغه قانون د توشیح مبارکي ویلې او د هغه پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.
دغهراز د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او سرپرست مولوي محمدنبي عمري هم د شرطې نوی قانون د دغه وزارت په فعالیتونو کې یوه لویه لاستهراوړنه بللې او له مسوولینو یې غوښتي چې په ښه توګه ګټه ترې واخلي.