Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې هم افغانستان کې پر ښځو نوي محدودیتونه وغندل

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د افغانستان سرپرست حکومت له خوا پر ښځو د نوو محدودیتونو لګولو په اړه اندېښنه ښودلې او غندلي یې دي.

د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت څو ورځې مخکې پارکونو، حمامونو او د ورزش کلبونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز اعلان کړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د پارکونو، ورزشي کلبونو یا جېمونو او حمامونو له کارولو د ښځو د منع کولو په تړاو د سرپرست حکومت تازه اعلان سخت اندېښمن کړی دی.

https://twitter.com/UNAMAnews/status/1592537143737724928?s=20&t=Svb1utyPYUV_yOvEk7qL4A

یوناما په یوه ټویټ کې ویلي، د ټولو افغانانو حقونه باید خوندي وي، په تېره بیا ښځې باید د عمومي ژوند ټولو بڼو او نجونې زده‌کړو ته لاسرسی ولري.

بلخوا، اروپایي ټولنې هم دا تازه اقدام غندلی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو کمېسیون ویاند پیتر ستانو، د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د سرپرست  حکومت له خوا د ښځو او نجونو د حقونو د نقض دوام د هغوی د لومړیو ژمنو خلاف کړنه بللې ده.

دغې ټولنې له مسوولینو غوښتي چې د نړۍوالو قوانینو، په ځانګړي ډول بشري او د کډوالۍ حقونو ته احترام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړۍوال سازمان هم یادو محدودیتونو ته په غبرګون کې ویلي و چې عامه پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز د هغوی پر حقونو یو بل ګوزار دی.

د امر بالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي، دوی په تېرو ۱۵ میاشتو کې تر خپلې وسې کوښښ وکړ چې د ښځو لپاره پارکونه او جیمونه بند نه کړي، خو زیاتوي چې خلکو د ښځو او سړیو ترمنځ د جلاوالي لپاره د صادرو شوو حکمونو پروا نه کوله او مېرمنو هم هغه شان حجاب نه مراعتوه چې ورته امر شوی و.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.